د "شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب اهمیت" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو او محصلانو ته وړاندې شو
د سیمهییزو سازمانونو په برخه کې د افغانستان د دریځ په اړه د استادانو او محصلانو د علمي پوهاوي لوړولو او د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فرصتونو او پایلو پېژندلو په موخه، د غیرترفیعي علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سرلیک لاندې "د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب اهمیت" د البیروني پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي ودې آمریت له لوري د دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو او محصلانو ته د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.
په پیل کې، ښاغلي شیخالحدیث شاکرالله وحدت د کنفرانس له جوړوونکو او وړاندې کوونکي څخه د مننې ترڅنګ، د اسلام مبارک دین له نظره د یووالي او اتفاق د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې، ښاغلي پوهاند سیفالله ضیایي، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد، د شانګهای همکاریو سازمان د موخو او جوړښت، په سیمه کې د افغانستان د ستراتیژیک دریځ او په دغه سازمان کې د افغانستان د غړیتوب له امله د رامنځته کېدونکو سیاسي، اقتصادي او امنیتي فرصتونو په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل او له ګډونوالو سره یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه کنفرانس د استادانو او محصلانو د علمي پوهاوي د کچې لوړولو او د سیاسي او اقتصادي اړیکو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا کې د سیمهییزو سازمانونو د رول د لا ښه پېژندلو په موخه جوړ شو.
