البیروني پوهنتون د ۲۷ علمي ـ څېړنیزو مقالو په تأیید سره د ملک په کچه پنځم مقام خپل کړ

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۰:۶
مقالات

د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو "له قیادت څخه تر شرعي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو پورې د اغېزو" تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس کې د البیروني پوهنتون ځلېدل

البیروني پوهنتون د " شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو له قیادت څخه تر شرعي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو پورې د اغېزو" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې، چې د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ او د وردګ پوهنتون په کوربه‌توب په کابل کې جوړ شوی و، د ۲۷ علمي ـ څېړنیزو مقالو په تأیید سره، د پوهنتونونو، دیني جامعاتو، تخصصاتو او د ملک د نورو ادارو په منځ کې پنځم مقام خپل کړ.

یاد لاسته‌راوړنه د البیروني پوهنتون د استادانو او څېړونکو علمي وړتیا او د پوهې د تولید او پراختیا په برخه کې د هغوی د څېړنیزو فعالیتونو څرګندویي کوي.

په دې کنفرانس کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي، د یو شمېر تالارونو د عمومي رئیس او کنټرولر په توګه د مقالو د وړاندې کولو د بهیر د مدیریت او څارنې مسؤولیت پر غاړه درلود. همدارنګه، د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، ښاغلي پوهندوی ګل‌آقا انوري، د کنفرانس په څو تالارونو، د عمومي تالار په ګډون، کې د علمي مقالو د ارزونې په برخه کې د ژوري پلاوي د غړي په توګه ونډه واخیسته.

البیروني پوهنتون دغه بریا د خپل علمي موقف د پیاوړتیا او د څېړنو د پراختیا په برخه کې ارزښتناک ګام بولي او له ټولو هغو استادانو، څېړونکو او همکارانو څخه مننه کوي چې د دې لاسته‌راوړنې په تحقق کې یې ونډه اخیستې ده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۰:۴۹
Background image

د "شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب اهمیت" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو او محصلانو ته وړاندې شو

د سیمه‌ییزو سازمانونو په برخه کې د افغانستان د دریځ په اړه د استادانو او محصلانو د علمي پوهاوي لوړولو او د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فرصتونو او پایلو پېژندلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۰:۳۳
Background image

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۰:۶
Background image

البیروني پوهنتون د ۲۷ علمي ـ څېړنیزو مقالو په تأیید سره د ملک په کچه پنځم مقام خپل کړ

د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو "له قیادت څخه تر شرعي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو پورې د اغېزو" تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس کې د. . .

BACK TO NEWS