د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د بهرنیو چارو وزارت ته علمي سیر ترسره کړ

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
سیر علمی محصلین حقوق

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلانو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ ته علمي سیر ترسره کړ.

دغه علمي سیر د یاد پوهنځي د رئیس، ښاغلي پوهنیار امیرزاده همت، او استاد محمد حسن فایق په ملتیا ترسره شو، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ریاست له لوري تنظیم او چمتو شوی و.

د علمي سیر په جریان کې محصلانو ته د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو ریاستونو او برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. چې په پار یې د ښه راغلاست په مناسبت غونډه هم ترسره شوه او ګډونوالو ته د بهرنیو چارو وزارت، د هغه د موقف، د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ او دندو په اړه معلومات ورکړل شول.

ورپسې محصلانو د قونسلي، تشریفاتو، لومړي، دویم، درېیم او څلورم سیاسي ریاستونو، د حقوقو او معاهدو، مالي او اداري، ډیپلوماتیک آرشیف، ملګرو ملتونو، سرحدي چارو او امنیتي همکاریو، سیمه‌ییزو همکاریو، ستراتېژیکو مطالعاتو او خدماتو ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د دغو ریاستونو د فعالیتونو، مسؤلیتونو او کاري بهیرونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

همداراز، د پروګرام په یوه برخه کې د البیروني پوهنتون په استازیتوب د یاد پوهنځي رئیس، پوهنیار امیرزاده همت، وینا وکړه او د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ استازي هم د علمي سیرونو پر اهمیت او د محصلانو د عملي پوهې پر لوړولو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته (د اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه) په اړه سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د علمي کادر غړو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د (اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه؛ د ځوان نسل د اصلاح او عامه پوهاوي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو ته د دې پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

په دغه سمینار کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ته د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو ته د یاد پوهنځي په تالار کې د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو.

په دې سمینار کې محصلان د اګزېټ ازموینې. . .

BACK TO NEWS