د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه فرمان چاپ شو

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲
پوهنتون البیرونی

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه  فرمان چاپ شو. په دغه فرمان کې د خوښیو، ودونو، مصیبتونو او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي اړوند مهم او ضروري موضوعات په هر اړخیز ډول بیان شوي دي.

یاد فرمان د اسلامي امارت د زعیم، شیخ‌الحدیث والقرآن هبة‌الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی ورعاه له لوري په پنځو مادو کې منظور شوی، چې د عدلیې وزارت له خوا په (۱۴۶۷) ګڼه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په څلورمه نېټه د قانون په توګه خپور شوی او په ټولنه کې د تطبیق وړ بلل شوی دی.

دغه راز، یاد فرمان د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري چاپ شو، چې د پوهنتون پرسونل ته به د لا ښه پوهاوي او عملي کېدو په موخه ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS