د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه فرمان چاپ شو
د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه فرمان چاپ شو. په دغه فرمان کې د خوښیو، ودونو، مصیبتونو او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي اړوند مهم او ضروري موضوعات په هر اړخیز ډول بیان شوي دي.
یاد فرمان د اسلامي امارت د زعیم، شیخالحدیث والقرآن هبةالله اخندزاده حفظهالله تعالی ورعاه له لوري په پنځو مادو کې منظور شوی، چې د عدلیې وزارت له خوا په (۱۴۶۷) ګڼه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په څلورمه نېټه د قانون په توګه خپور شوی او په ټولنه کې د تطبیق وړ بلل شوی دی.
دغه راز، یاد فرمان د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري چاپ شو، چې د پوهنتون پرسونل ته به د لا ښه پوهاوي او عملي کېدو په موخه ووېشل شي.