د البیروني پوهنتون لخوا خبریالانو ته «د خبر نګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې آنلاین وېبینار وړاندې شو

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۷
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي او د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر منځ د ګډو  همکاریو د هوکړه‌لیک د موادو د پلي کولو په موخه، نن سه‌شنبه د هېواد خبریالانو ته «د خبرنګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې روزنیز آنلاین وېبینار  وړاندې شو.

دغه وېبینار د البیروني پوهنتون د علمي چارو د معاونیت د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري، او د ژورنالېزم پوهنځي د د الکترونیکي درسونو زده کړو کمیټې په همغږۍ جوړ شوی و.

په دې آنلاین پروګرام کې د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د علمي کادر غړي، ښاغلي پوهنیار شفیق‌الله حازم،  د وېبینار اصلي وړاندې کوونکی و. نوموړي د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو، د ریښتینولۍ ژمنتیا، بې‌طرفۍ ته پاملرنې، د معلوماتو په خپرولو کې د مسؤلیت منلو، او په راپورلیکنه کې د انسان د کرامت د خوندي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوښتنو او ځوابونو ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې خپلې نظریې او تجربې د وړاندې کوونکي او یو بل سره شریکې کړې.

وېبینار د خیر په دعا او د هېواد د خبریالانو لپاره د بریا په هیله پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت اړوند د رسنیو مرکز مدیریت له لوري، د دې پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو لپاره د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

البیروني پوهنتون د کابل پولی‌تخنیک او د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتونونو سره د ګډې همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون او د کابل پولی‌تخنیک او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو ترمنځ د ګډو  همکاریو په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د "اسلامي نظام پېژندنه، اهمیت او اړتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون استادانو ته د "اسلامي نظام پېژندنه، اهمیت او اړتیا" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS