د البیروني پوهنتون لخوا خبریالانو ته «د خبر نګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې آنلاین وېبینار وړاندې شو

islam_admin
Wed, Dec 10 2025 11:07 AM
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي او د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر منځ د ګډو  همکاریو د هوکړه‌لیک د موادو د پلي کولو په موخه، نن سه‌شنبه د هېواد خبریالانو ته «د خبرنګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې روزنیز آنلاین وېبینار  وړاندې شو.

دغه وېبینار د البیروني پوهنتون د علمي چارو د معاونیت د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري، او د ژورنالېزم پوهنځي د د الکترونیکي درسونو زده کړو کمیټې په همغږۍ جوړ شوی و.

په دې آنلاین پروګرام کې د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د علمي کادر غړي، ښاغلي پوهنیار شفیق‌الله حازم،  د وېبینار اصلي وړاندې کوونکی و. نوموړي د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو، د ریښتینولۍ ژمنتیا، بې‌طرفۍ ته پاملرنې، د معلوماتو په خپرولو کې د مسؤلیت منلو، او په راپورلیکنه کې د انسان د کرامت د خوندي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوښتنو او ځوابونو ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې خپلې نظریې او تجربې د وړاندې کوونکي او یو بل سره شریکې کړې.

وېبینار د خیر په دعا او د هېواد د خبریالانو لپاره د بریا په هیله پای ته ورسېد.