د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو
د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو.
د پروګرام په پیل کې، د البیروني پوهنتون علمي مرستیال ښاغلی شیخالحدیث شاکرالله وحدت، د علمي او ښوونیزو پروګرامونو د جوړېدو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د محصلانو پر مسلکي روزنې او د هغوی د علمي او عملي پوهې او مهارتونو په لوړولو کې د دا ډول پروګرامونو پر رول ټینګار وکړ.
ورپسې، د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دکتور فریدون جهش د سیمینار د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه تر بحث او څېړنې لاندې ونیول.
په پای کې، سیمینار د وړاندې کوونکي او ګډونوالو ترمنځ د علمي پوښتنو او ځوابونو د ګټورې تبادلې په ترڅ کې پای ته ورسېد. په دې برخه کې د مسلکي پوهې د لوړولو او د کرنیزو محصولاتو د تولید د لارو چارو د لا ښه والي پر اهمیت ټینګار وشو.
