د علمي مقالو د منلو خبرتیا

islam_admin

د البیروني پوهنتون د علمي مجلې آمریت، د نشه‌یي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د علمي مقالو د څېړنې او خپرولو په موخه، له درنو استادانو، څېړونکو او علمي لیکوالانو ته بلنه ورکوي، چې خپلې علمي مقالې چمتو او دغه آمریت ته یې وسپاري.

د مقالو د منلو او خپرولو شرایط:

* مقاله باید د نشه‌یي توکو د زیانونو، ناوړه پایلو او تاوانونو په اړه وي.

* مقاله باید علمي، څېړنیز او مستند محتوا ولري او د علمي لیکنې اصول پکې رعایت شوي وي.

* د طب او انجنیري په برخو کې مقالې باید په انګلیسي ژبه چمتو شي، چې له ارزونې وروسته به په نړیواله علمي مجله کې خپرې شي.

* د نورو علمي برخو مقالې به له ارزونې وروسته د البیروني پوهنتون په داخلي علمي مجله کې، په ځانګړې ګڼه کې، خپرې شي.

له ټولو مینه‌والو څخه غوښتنه کېږي، چې خپلې علمي مقالې د ارزونې او خپرولو لپاره، تر ۲۱/۷/۱۴۰۵ هـ.ش نېټې پورې، دې برېښنالیک پتې ته واستوي:

journals@au.edu.af

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۳۶
Background image

د علمي مقالو د منلو خبرتیا

د البیروني پوهنتون د علمي مجلې آمریت، د نشه‌یي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د علمي مقالو د څېړنې او خپرولو په موخه، له درنو استادانو، څېړونکو او علمي لیکوالانو ته بلنه ورکوي، چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۴
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره د ځانګړي کانکور ازموینې (۱۴ پاسانو) د نوم لیکنې اعلان

ټولو د انستیتوتونو فارغانو ته چې غواړي د ۱۴ پاسانو د اختصاصي کانکور په ازموینه کې د ۱۴۰۵ کال لپاره ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ګډون لپاره دې د نوم‌لیکنې فورم، لارښود او د څانګې کوډ . . .

Back to announcements