د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
تورنمنت خزانی

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د ژورنالېزم پوهنځي د ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې نهو ټیمونو ګډون کړی و، چې د لومړنیو سیالیو له ترسره کېدو وروسته د شرعیاتو او ژورنالېزم پوهنځیو ټیمونه وروستۍ سیالۍ ته لار ومونده. په وروستۍ لوبه کې د ژورنالېزم پوهنځي ټیم د غوره لوبې په ترسره کولو سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د البیروني پوهنتون د منتخب ټیم د جوړولو لپاره د غوره لوبغاړو پېژندل، د محصلانو ترمنځ د همکارۍ او سالمې سیالۍ د روحیې پیاوړتیا او په تحصیلي چاپېریال کې د ورزش د فرهنګ دودول بلل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د محصلینو د علمي روزنې د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د دغه پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت سره په همغږۍ، د حقوقو ډیپارټمنټ د څلورم. . .

BACK TO NEWS