د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د "مونوګراف لیکنې د لارښود تشریح" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۹:۴۹
سیمینار مونوگراف نویسی

د مونوګراف لیکنې له علمي اصولو او معیارونو سره د محصلینو د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسيعلومو پوهنځي د حقوقو څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف لیکنې د لارښود تشریح (د مونوګرافشکلي او محتوایي موضوعات) تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د یاد پوهنځي د کتابتون په تالار کې وړاندې شو.

په دې پروګرام کې د یاد پوهنځي استاد او د سیمینار وړاندې کوونکي محترم پوهنیار غمي آرش د مونوګراف د جوړښت،علمي لیکنې د اصولو او د هغه د شکلي او محتوایي برخو د تنظیم د څرنګوالي په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.

دغه سیمینار د محصلینو د علمي او څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۲۳:۵۷
Background image

د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د پنځو فرمانونو رقابتي ازموینه د البیروني پوهنتون د ۴۵۰ تنو محصلینو په ګډون ترسره شوه

د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د پنځو فرمانونو رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د ۴۵۰ تنو محصلینو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.

د دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۲۳:۴۳
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو لپاره د « زده‌کړې په بهیر کې د ChatGPT د مثبت اغېز ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي-تحقیقي کنفرانس وړاندې شو

د محصلانو د پوهې او ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو په موخه، « زده‌کړې په بهیر کې د ChatGPT د مثبت اغېز ارزونه» تر سرلیک لاندې غیر ترفیعي علمي-تحقیقي کنفرانس، د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۹:۴۹
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د "مونوګراف لیکنې د لارښود تشریح" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د مونوګراف لیکنې له علمي اصولو او معیارونو سره د محصلینو د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسيعلومو پوهنځي د حقوقو څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف. . .

BACK TO NEWS