د البیروني پوهنتون استادانو ته د آنلاین سرچینو د حواله ورکولو او د Mendeley، EndNote او Zotero د حواله ورکولو له سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو
د البیروني پوهنتون د څېړنو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته "د آنلاین سرچینو منبعنویسي او د Mendeley، EndNote او Zotero منبعنویسۍ سافټویرونو کارونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو.
دغه ورکشاپ د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د استادانو مسلکي پراختیا مرکز د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو، چې د پوهنتون د څېړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی ګلآقا انوري او د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو پکې ګډون کړی و.
ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهندوی ګلآقا انوري او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل دادالله حنفي له لوري وړاندې شو.
په دې ښوونیز ورکشاپ کې د آنلاین علمي سرچینو د سمې منبعنویسۍ پر اهمیت او اړتیا خبرې وشوې او ګډونوالو ته د Zotero، EndNote او Mendeley سافټویرونو د پېژندنې، نصب، تنظیم او عملي کارونې په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، ګډونوالو ته د علمي څېړنو او لیکنو پر مهال د سرچینو د منظم ثبت، مدیریت او حواله ورکولو لارې چارې تشریح شوې، څو استادان وکولای شي په خپلو علمي او څېړنیزو اثارو کې له معیاري او مسلکي منبعنویسۍ څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
