د قرطاسيې د تدارکاتو د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د البیروني پوهنتون اداره ټولو واجدو شرایطو لرونکو شرکتونو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړتیا وړ قرطاسیې او دفتري تجهیزاتو د تدارک او قرارداد هوډ لري.
له همدې امله هغو ټولو شرکتونو ته چې د اعتبار وړ جواز، لازم اهلیت او په شرطنامه کې درج شوي شرایط ولري او په دې داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا ولري، بلنه ورکول کېږي، څو له اړینو مراحلو او د پوهنتون د ریاست له منظورۍ وروسته خپل غوښتنلیکونه د البیروني پوهنتون د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، شرطنامه او اړوند اسناد ترلاسه او مطالعه کړي.
داوطلبان کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر راتلونکو پنځو (۵) ورځو پورې د داوطلبۍ په بهیر کې د ګډون لپاره حاضر شي. د داوطلبۍ تضمین به د بانکي تضمین (Bank Guarantee) په بڼه اخېستل کېږي.
له درنو شرکتونو څخه غوښتنه کېږي چې په داوطلبۍ کې د ګډون پر مهال ټول لازم قانوني اسناد او شرایط له ځان سره ولري.
