د شیخ‌الحدیث شاکرالله پېژندنه

لنډه پېژندنه

شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت د مرحوم ګل وزیر زوی او د مرحوم محمد علي جان لمسي دی. نوموړی د ننگرهار ولایت، پچیراګام ولسوالۍ، د پچیر د الفانخېلو سیمې اوسېدونکی دی او له یوې جهادي او دیني مشهورې کورنۍ سره تړاو لري.

زده‌کړې او علمي مخینه

شیخ شاکرالله وحدت خپلې ابتدایي زده‌کړې د هجرت پر مهال د ناصر باغ مهاجرو کمپ کې، د شهید مولوي حبیب‌الرحمن لېسې په ابتدایي مکتب کې پیل کړې. وروسته له هغه چې اشغالګرو ماته وخوړه، خپل کلي ته ستون شو او د پچیر د ملا صاحب په مدرسه کې یې ابتدایي دیني زده‌کړې بشپړې کړې.

نوموړي وروسته د هېواد او سیمې له نامتو علماوو سره خپلې لوړې دیني زده‌کړې تعقیب کړې؛ چې پکې د شیخ فخرالاسلام، شیخ فضل‌حق پاچا، شیخ عبدالغني، شیخ میر فاروق او نورو علماوو تر څنګ د وړه دوره د شیخ‌الحدیث عزیزالله مهیري سره په هریپور کې او لويه دوره یې د ډاګي باباجي، شیخ حمدالله جان دا جوی صاحب سره بشپړه کړې ده.
او عصري زده‌کړې یې د قضا او سیاست الشرعیه په څانګه کې د کابل نړیوال پوهنتون څخه په بشپړ ډول او د لوړو علمي معیارونو پر بنسټ سرته رسولې دي.

تدریسي او جهادي فعالیتونه

د اشغال پر مهال یې خپلې زده‌کړې ته دوام ورکړی او ورسره یې تدریسي چارې هم ترسره کړې دي. نوموړي د پېښور په صدر نوشهېد کې د کشف‌العلوم مدرسه کې تر تکمیلي دورې پورې تدریس کړی او د وړې دورې تدریس یې هم پر غاړه درلود.

د جهاد په پړاو کې یې د مهاجرینو له وزیر محترم مولوي عبدالکبیر صاحب سره یوځای د جهادي فعالیتونو برخه اخیستې ده. همدارنګه د هغه وخت د جهادي ډلې له مشر، شیراز مشهور په سیف‌الله امیر صاحب (اوسنی د مشرقی زون د امن عامه کنډک قومندان) سره یې همکاري لرله.

اداري او رهبري مسؤلیتونه

له فتحې وروسته، نوموړي د لوړو زده‌کړو وزارت کې د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده. وروسته یې د شپږو میاشتو لپاره د مشرقی زون د دعوت او ارشاد د مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو د مرستیال په توګه خدمت کړی دی.

اوسنی مسؤلیت

شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت دا مهال د البیروني پوهنتون د علمي چارو د مرستیال (معاون علمي) په توګه دنده ترسره کوي او د علم، تحقیق او دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.