د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون محصلینو ته وړاندې شو

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
سیمینار آموزشی « مدیریت اضطراب امتحان» برای محصلان پوهنتون البیرونی ارایه شد

د ازموینو له امله د رامنځته کېدونکو رواني فشارونو د پېژندلو او مدیریت په برخه کې د محصلینو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د تحصیلي کړنو د ښه والي په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د رواني مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون د نهو پوهنځیو د لومړي ټولګي محصلینو ته د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې چې د لومړي ټولګي ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون کلینیکي ارواپوه، ښاغلي روح‌الله روحاني د ازموینې د اضطراب د مفهوم، رامنځته کېدو لاملونو، رواني او تحصیلي پایلو، د مخنیوي لارو چارو او د هغه د مدیریت او کنټرول اغېزمنو لارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول د محصلینو د ځان‌باورۍ په پیاوړتیا او ازموینو ته د هغوی په غوره چمتووالي کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون محصلینو ته وړاندې شو

د ازموینو له امله د رامنځته کېدونکو رواني فشارونو د پېژندلو او مدیریت په برخه کې د محصلینو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د تحصیلي کړنو د ښه والي په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو

د محصلینو د عملي مهارتونو د لوړولو او د حکمیت له لارې د سوداګریزو شخړو د حل‌وفصل له لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه

د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا. . .

BACK TO NEWS