د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو
د محصلینو د علمي روزنې د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د دغه پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت سره په همغږۍ، د حقوقو ډیپارټمنټ د څلورم کال محصلینو لپاره د یاد پوهنځي د کتابتون په تالار کې د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې کړ.
دغه پروګرام د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد، محترم پوهنیار غمي آرش لخوا وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د بېلابېلو برخو کې د تحقیقي طرحې (پروپوزل) د چمتو کولو په اړه مفصل او هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د نظري زده کړو ترڅنګ، د محصلینو لپاره د عملي زده کړو، تجربې ترلاسه کولو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.
ورکشاپ آموزشی یک روزه تحت عنوان «تهیه طرح تحقیق» برای محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون البیرونی ارایه شد
