د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
ISSN

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د البیروني علمي-څېړنیزه مجله د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخو کې فعالیت کوي او تر اوسه یې ۳۲ ګڼې، چې ۴۲۶ علمي مقالې پکې شاملې دي، خپرې کړې دي.

د دغې مجلې مقالې د دوه اړخیزې پټې ارزونې (Double-Blind Peer Review) سیسټم له لارې تر ارزونې وروسته خپرېږي او منځپانګه یې د آزاد لاسرسي (Open Access) له لارې د مینه‌والو په واک کې ورکول کېږي. دغه مجله علمي مقالې په دري، پښتو، انګلیسي او عربي ژبو مني.

د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېرې (p-ISSN) ترلاسه کول د مجلې د رسمي هویت د تثبیت او د هغې د خپرنیزو فعالیتونو د ښه‌والي په برخه کې یو ګام بلل کېږي او د علمي خپرونو په ډګر کې د دغې مجلې د لا ښې پېژندنې زمینه برابروي.

د البیروني پوهنتون رهبري دغه لاسته‌راوړنه د البیروني علمي-څېړنیزې مجلې استادانو او همکارانو ته مبارکي وایي او د علمي څېړنو او خپرونو د کیفیت د لوړولو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي.

د ISSN شمېرې د ثبت لینک:

https://publishers.issn.org/resource/ISSN/3136-9928

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

BACK TO NEWS