د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۵۱
ورکشاپ سیستم HEMIS

د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (HEMIS) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » تر سرلیک لاندې یوه ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د البیروني پوهنتون د پوهنځیو د اداري برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی و. د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر او د سیمینار وړاندې کوونکي، ښاغلي اسلام‌الدین کوهستاني، د HEMIS سیستم د پېژندنې، د سیستم د بېلابېلو برخو د کارونې څرنګوالي، د محصلانو د معلوماتو د ثبت او نوي کولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو او په پای کې د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو ترمنځ د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.

د دې برنامې په پیل کې، د البیروني پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
Background image

د البیروني پوهنتون د رهبرۍ هیئت، پوهنځیو رئیسانو او استادانو لپاره د تحصیلي نصاب په اړه علمي سیمینار او ورکشاپ ترسره شو

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست له لوري له البيروني پوهنتون سره په همغږي، د تحصیلي نصابونو د ارزونې او ښه‌والي، د نصاب د تدوین، تطبیق او پراختیا له لارو چارو سره د بلدتیا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS