د البیروني پوهنتون استادانو ته د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۰
پوهنتون البیرونی

د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار، د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري، د دې پوهنتون استادانو ته د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دې سمینار کې، چې د البیروني پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو او د علمي کادر ټولو غړو ګډون کړی و، په پیل کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي، د سمینار له تنظیموونکو او وړاندې کوونکي څخه د مننې تر څنګ، د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو پر اهمیت خبرې وکړې.

وروسته، د همدې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنیار خال‌محمد نیکزاد، د آمر او رعیت ترمنځ د متقابلو حقوقو او وجایبو په اړه د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي همداراز د مشروع اطاعت پر اصولو، د صلاحیتونو پر حدودو، مسؤلیت‌پذیرۍ او د دې حقوقو د رعایت پر ټولنیزو اغېزو مهم او ګټور مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل.

د سمینار ګډونوالو د وړاندې شوو مطالبو هرکلی وکړ او د ورته علمي او ښوونیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په پای کې د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالکریم محمدي ګډونوالو ته اصلاحي وینا وکړه او یاد  سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS