د البیروني پوهنتون علمي شورا ناسته د دې پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۹
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په مشرۍ د دې پوهنتون د علمي شورا ناسته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون رهبري او د علمي شورا ټولو غړو پکې ګډون کړی و.

ناسته د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس وینا وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو له امله د یو شمېر هېوادوالو د شه/ادت له کبله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ژوند په ټولو چارو کې د الهي نعمتونو شکر ادا کړي او د مسؤلینو او استادانو لپاره یې مهمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۱
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته اصلاحي درسونه پیل شول

د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت  د لارښوونې پر اساس، د البیروني پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري د دې پوهنتون محصلانو ته اصلاحی درسونه  د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې پیل شول.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۶
Background image

البیروني پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ننگرهار پوهنتون ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم، څلورم او پنځم ټولګي محصلانو، د طب پوهنځي د رئیس محترم ډاکتر ذبیح‌الله ترین او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت مبلغ په ملتیا، ننگرهار پوهنتون ته خپل. . .

BACK TO NEWS