د البیروني پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د اصلاحی درسونو دوهم درس وړاندې شو
د اصلاحی درسونو د لړۍ په دوام، چې د البیروني پوهنتون د درنې رهبرۍ په نوښت او لارښوونه د دې علمي بنسټ د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو د آمریت له لوري له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوې وه، نن د شنبې په ورځ د دغو درسونو دوهم درس هم د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.
یاد درس د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي شیخالحدیث شاکرالله وحدت له خوا وړاندې شو. په دې پروګرام کې تر ډېره د وخت ارزښت، له غیبت څخه ډډه کول، او د وظیفوي چارو د ترسره کولو پر مهال پر صادقانه نیت ټینګار وشو، چې د ګډونوالو لپاره په مفصل او هر اړخیز ډول تشریح شول.
د البیروني پوهنتون اصلاحی درسونه، چې هره اوونۍ ترسره کېږي، د اداري کارکوونکو د مسلکي، اخلاقي او شرعي پوهاوي د لوړولو او د اسلامي اصولو پر بنسټ د دندو د سم او اغېزمن تطبیق د زمینې د برابرولو په موخه، له مهمو تعلیمي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون رهبري د دې ډول پروګرامونو د تنظیم له لارې هڅه کوي، څو د اسلامي سپېڅلو ارزښتونو پر بنسټ یو سالم، منسجم او د مسؤلیت احساس لرونکی اداري چاپېریال لا پیاوړی کړي.
