د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د البیروني پوهنتون د داخلي ۲.۸ کیلومتره سړکونو د رغونې چارې رسمآ پیل شوې

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۵۸
آغاز کار پروژه سرک های داخل پوهنتون البیرونی

له لوړو زده‌کړو وزارت سره په همغږۍ  د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ په هڅو  د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د دې پوهنتون داخلي ٨.٢ کیلو متره سړکونو  د رغونې پروژه نن د یوې رسمي او پراخې غونډې په ترڅ کې افتتاح او عملي چارې یې پیل شوې، چې په پار یې پرانیست‌غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه د پوهنتون د لوبو په لوبغالي کې د پوهنتون د درنې رهبرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو، د تدریسي روغتون د مسؤلینو، آمرینو او د بېلابېلو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په وینا پیل شوه. نوموړي د پروژې د پیلېدو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دغه رغنیز ګام د پوهنتون د فزیکي پرمختګ، د محصلانو د اسانتیاوو او د معیاري خدماتو د برابرولو په برخه کې یو بنسټیز او اوږدمهاله اهمیت لري.

ښاغلي شیخ صاحب د هېواد رغونه، چاپېریالي سمون او اسلامي ارزښتونه د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل او د لوړو زده‌کړو وزارت د ملاتړ او همکارۍ مننه یې وکړه او همدا رنګه د يادې پروژې شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو کې دې د قرارداد او شرط نامې سره سم په لوړ کیفیت سره کار وکړي.

وروسته، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري برکت‌الله حنفي، د پروژې د پلی کېدو د مبارکۍ ترڅنګ د ټولو همکارو ادارو له هڅو قدرداني وکړه او د پروژې د تطبیق پر بهیر کې یې د شفافیت او روڼتیا ټینګار وکړ.

یاده پروژه به د لوړو زده‌کړو وزارت په مستقیم مالي تمویل او د کاپیسا د «کهنه ده» ساختماني شرکت له لوري پلي کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د پوهنتون چاپېریال، سړکونو، پلي لارو جوړښت او د محصلانو او استادانو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۵۸
Background image

د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د البیروني پوهنتون د داخلي ۲.۸ کیلومتره سړکونو د رغونې چارې رسمآ پیل شوې

له لوړو زده‌کړو وزارت سره په همغږۍ  د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ په هڅو  د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د دې پوهنتون داخلي ٨.٢ کیلو متره سړکونو  د رغونې پروژه نن د یوې رسمي او پراخې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۲
Background image

شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د البیروني پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفی شو.

البیروني پوهنتون ته نوی رئیس او د علمي او مالي اداري چارو مرستیالان د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې معرفي شول

د البیروني پوهنتون نوی رئیس او د علمي، مالي او اداري چارو نوي مرستیالان نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۶
Background image

د البيروني پوهنتون استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستنې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

د البيروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دغه پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS