د البيروني پوهنتون استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستنې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۶
ورکشاپ هوش منصوعی

د البيروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دغه پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی آنلاین ورکشاپ د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې ترسره شو.

په دې روزنیز ورکشاپ کې د پوهنتون درنې رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په پیل کې د البيروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، د مصنوعي ځیرکتیا پر اهمیت او معاصر علمي او مسلکي پرمختګونو کې د هغې پر رول هر اړخیزې څرګندونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا سالمه او هدفمنده کارونه کولی شي د تدریس، څېړنې او اداري چارو په پرمختګ کې نوې لارې پرانیزي.

ورپسې د ژورنالیزم پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی احمد جاهد مشتاق، چې دا مهال په چین کې د دکتورا برنامې محصل دی؛ په آنلاین بڼه د ورکشاپ اصلي برخه وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو، ګټو او عملي استفادې په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په پای کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دکتور مولوي عبدالحق حنیف له ښاغلي مشتاق څخه مننه وکړه او د ورکشاپ د لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه. نوموړي دغه روزنیز ورکشاپ د دعا په لوستلو سره پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې د علمي مقالو لپاره د DOI نړۍواله شمېره ترلاسه کړه

الحمدلله، د البیروني پوهنتون نړۍواله علمي مجله د Crossref په نوم د معتبر نړیوال بنسټ د غړیتوب رسمي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړل او خپلو علمي مقالو ته یې د DOI یا (Digital Object. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د بهرنیو چارو وزارت ته علمي سیر ترسره کړ

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلانو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ ته علمي سیر ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۸:۳۸
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو تشریح" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیریت له لوري، د دې پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو. . .

BACK TO NEWS