د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۶
محصلان پوهنځی انجنیری پوهنتون البیرونی از فابریکۀ نساجی گلبهار ولایت کاپیسا دیدار علمی کردند

د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې محصلین د فابریکې له بېلابېلو برخو، د نساجۍ توکو د تولید او پروسس له پړاوونو، د صنعتي ماشین‌آلاتو له فعالیت او د تولید په بهیر کې د انجنیري اصولو له تطبیق سره بلد شول. همدارنګه، د فابریکې مسؤولینو د فابریکې د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او تخنیکي بهیرونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه علمي لیدنه د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت له لوري، د انجنیري پوهنځي ریاست په همغږۍ تنظیم شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون محصلینو ته وړاندې شو

د ازموینو له امله د رامنځته کېدونکو رواني فشارونو د پېژندلو او مدیریت په برخه کې د محصلینو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د تحصیلي کړنو د ښه والي په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو

د محصلینو د عملي مهارتونو د لوړولو او د حکمیت له لارې د سوداګریزو شخړو د حل‌وفصل له لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه

د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا. . .

BACK TO NEWS