د البیروني پوهنتون نړیوالې علمي مجلې نړیوال معیاري (ISSN) شمېره ترلاسه کړه

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۱۲
پوهنتون البیرونی

د البیروني  پوهنتون نړیوالې علمي مجلې د نړیوالې معیاري (ISSN) شمېرې  ترلاسه کولو ویاړ خپل کړی، چې دا د هېواد د اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي.

د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې ته د ISSN شمېرې ترلاسه کول د دې پوهنتون درنې رهبرۍ، په ځانګړي ډول د څېړنو او علمي مجلې معاونیت، د تحریر د پلاوي غړو، څېړونکو او همکارانو د پرله‌پسې هڅو او زحمتونو څرګندونه کوي.

د یاد علمي بنسټ مسؤلینو د خوښۍ په څرګندولو سره دغه لاسته راوړنه د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست، د پوهنتون مشرتابه، درنو استادانو او د هېواد اکاډمیکې ټولنې ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د دې معیاري شمېرې ترلاسه کول به د مجلې علمي اعتبار په نړیواله کچه نور هم پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "رواني اختلالات او د درملنې لارې چارې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د رواني روغتیا په برخه کې د محصلانو د پوهاوي لوړولو، د رواني اختلالاتو پېژندنې او د هغو د مخنیوي او درملنې لارو چارو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

BACK TO NEWS