په البیروني پوهنتون کې د "پایلې پر بنسټ ولاړه زده‌کړه او محصل‌محوري" تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو

islam_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۲
ورکشاپ آموزشی محص محوری

د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز له لوري او د لوړو زده‌کړو وزارت د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په ملاتړ او همغږۍ، د دې پوهنتون د علمي کادر د غړو د مسلکي پوهې او تدريسي مهارتونو د کچې لوړولو په موخه، د "پایلې پر بنسټ ولاړه زده‌کړه او محصل‌محوري" (OBE–SCL) تر سرلیک لاندې لس ورځنی علمي ـ مسلکي ورکشاپ د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي ډول پیل شو.

په دغه ورکشاپ کې د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ، د نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو او د دې پوهنتون استادانو ګډون کړی و. د پروګرام په پيل کې د  قرآن‌کريم د مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته، د البیروني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلي پوهندوی ګل‌آقا انوري خبرې وکړې. نوموړي د یاد ورکشاپ ارزښت او موخې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د پایلې پر بنسټ او محصل‌محوره تدریس دودول د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړولو، د محصل فعال ګډون او د پوهنتون د علمي معیارونو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه همدارنګه وویل چې دغه ډول پروګرامونه د استادانو لپاره زمینه برابروي څو له عصري تدريسي میتودونو سره بلدتیا پیدا کړي او خپلې څېړنیزې او تدريسي وړتیاوې لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۲
Background image

په البیروني پوهنتون کې د "پایلې پر بنسټ ولاړه زده‌کړه او محصل‌محوري" تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو

د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز له لوري او د لوړو زده‌کړو وزارت د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په ملاتړ او همغږۍ، د دې پوهنتون د علمي کادر د غړو د مسلکي پوهې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۴
Background image

په البیروني پوهنتون کې د کاپیسا علماوو کرامو کلنۍ ازموینه په رسمي ډول پيل شوه

د کاپیسا ولایت د دیني او جهادي مدارسو د علماوو کرامو د عالمیه او عالیه دورو کلنۍ ازموینه نن د شنبې په ورځ د البیروني پوهنتون په جامع مسجد کې په رسمي ډول پيل شوه.

دغه ازموینه په داسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د البیروني پوهنتون د نړیوال ژورنال لومړۍ ګڼه خپره شوه

الحمدلله، د کلونو انتظار پای ته ورسېد او البیروني پوهنتون ته یو ستر علمي بری ورپه برخه شو!

د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ، درنو استادانو او د هېواد علمي–اکادمیکې ټولنې ته د مبارکۍ تر. . .

BACK TO NEWS