د البیروني پوهنتون لخوا خبریالانو ته «د خبر نګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې آنلاین وېبینار وړاندې شو

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۷
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي او د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر منځ د ګډو  همکاریو د هوکړه‌لیک د موادو د پلي کولو په موخه، نن سه‌شنبه د هېواد خبریالانو ته «د خبرنګاري اخلاق» تر سرلیک لاندې روزنیز آنلاین وېبینار  وړاندې شو.

دغه وېبینار د البیروني پوهنتون د علمي چارو د معاونیت د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري، او د ژورنالېزم پوهنځي د د الکترونیکي درسونو زده کړو کمیټې په همغږۍ جوړ شوی و.

په دې آنلاین پروګرام کې د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د علمي کادر غړي، ښاغلي پوهنیار شفیق‌الله حازم،  د وېبینار اصلي وړاندې کوونکی و. نوموړي د ژورنالېزم د اخلاقي اصولو، د ریښتینولۍ ژمنتیا، بې‌طرفۍ ته پاملرنې، د معلوماتو په خپرولو کې د مسؤلیت منلو، او په راپورلیکنه کې د انسان د کرامت د خوندي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوښتنو او ځوابونو ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې خپلې نظریې او تجربې د وړاندې کوونکي او یو بل سره شریکې کړې.

وېبینار د خیر په دعا او د هېواد د خبریالانو لپاره د بریا په هیله پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۲
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو چمتو کول او لیکل) روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنیزو مقالو د لیکنې د معیاري کولو او د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې له نوي فارمټ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د (د البیروني پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته (د اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه) په اړه سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د علمي کادر غړو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د (اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه؛ د ځوان نسل د اصلاح او عامه پوهاوي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو ته د دې پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

په دغه سمینار کې. . .

BACK TO NEWS