د البيروني پوهنتون استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستنې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۶
ورکشاپ هوش منصوعی

د البيروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دغه پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د 《له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې لارښود》 تر سرلیک لاندې یو ورځنی آنلاین ورکشاپ د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې ترسره شو.

په دې روزنیز ورکشاپ کې د پوهنتون درنې رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په پیل کې د البيروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، د مصنوعي ځیرکتیا پر اهمیت او معاصر علمي او مسلکي پرمختګونو کې د هغې پر رول هر اړخیزې څرګندونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا سالمه او هدفمنده کارونه کولی شي د تدریس، څېړنې او اداري چارو په پرمختګ کې نوې لارې پرانیزي.

ورپسې د ژورنالیزم پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی احمد جاهد مشتاق، چې دا مهال په چین کې د دکتورا برنامې محصل دی؛ په آنلاین بڼه د ورکشاپ اصلي برخه وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو، ګټو او عملي استفادې په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په پای کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دکتور مولوي عبدالحق حنیف له ښاغلي مشتاق څخه مننه وکړه او د ورکشاپ د لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه. نوموړي دغه روزنیز ورکشاپ د دعا په لوستلو سره پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون محصلینو ته وړاندې شو

د ازموینو له امله د رامنځته کېدونکو رواني فشارونو د پېژندلو او مدیریت په برخه کې د محصلینو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د تحصیلي کړنو د ښه والي په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو

د محصلینو د عملي مهارتونو د لوړولو او د حکمیت له لارې د سوداګریزو شخړو د حل‌وفصل له لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه

د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا. . .

BACK TO NEWS