په البيروني پوهنتون کې د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۴۷
پوهنتون البیرونی

دغه نندارتون په البیروني پوهنتون کې د کتاب لوستلو د فرهنګ د پیاوړتیا او محصلینو او استادانو ته د علمي او ګټورو معلوماتو د برابرولو په موخه د پرند خپرندويه ټولنې لخوا او د البيروني پوهنتون درنې رهبري په همکاري پرانستل شو.
 د نوموړي نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د البیروني پوهنتون مشرتابه د فردي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د لوستلو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د دې ډول نندارتونونو ترسره کول د مطالعې د فرهنګ د ودې او د ساینس د خپراوي په برخه کې ګټور او ارزښتناک وبلل.
 په دې نندارتون کې د اسلامي علومو، ادبیاتو، فلسفې، تاریخ او ټولنیزو علومو په ګډون په بېلابېلو برخو کې کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د یادولو ده، چې نوموړی نندارتون به درې ورځې دوام ولري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS