البيروني پوهنتون د حوض د بنسټ ډبره کېښودل شوه

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۹:۶
دانشگاه البیرونی

په همدې تړاو په البيروني پوهنتون کې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې پکې د البيروني پوهنتون رئیس، ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، علمي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالاحد ح ق اني، مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري محمدالدین انس، محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د البيروني پوهنتون رهبري لخوا د نوموړي حوض جوړولو شرکت مسؤلینو ته پیغام ورکړل شو، چې موږ له تاسو څخه نور هیڅ نه غواړو؛ یوازې دا غواړو، چې زموږ کور (البيروني پوهنتون ) په جوړولو کې ډېره هڅه او کوشش وکړئ، په پوره اخلاص او اساسي ډول يې رغنیزې چارې پر مخ یوسئ.

دغونډې په پای کې د البيروني پوهنتون ښاغلي رئیس، د پوهنتون درنو مرستیالانو او مسولينو لخوا د پوهنتون د حوض د پرانستې لپاره چمتو شوې پټۍ پرې شوه او د یاد حوض د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی حوض د درې زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو په ظرفیت د درې میلیونه پنځه سوه څلور زره او اوه سوه افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی دی، چې د جوړولو چارې یې د نوي کوهستان شرکت لخوا پر مخ وړل کېږي.

نېټه: چهارشنبه، ١/٥/١٤٤٥ ل.س

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د محصلینو د علمي روزنې د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د دغه پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت سره په همغږۍ، د حقوقو ډیپارټمنټ د څلورم. . .

BACK TO NEWS