د تعزيت پیغام!

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۶
دانشگاه البیرونی

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د البيروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاذ پوهنيار عبدالعليم خوشحال د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
محترم استاذ د خپل عمر ډېره برخه په علم، تدريس او دعوت تېره کړه او يو نېک او حليم شخصيت وو.
د البيروني پوهنتون مشرتابه او ټول منسوبين د محترم استاذ مړينه د البيروني پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ټولې کورنۍ ته لويه ضايعه بولي، کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي؛ د الله تعالی له درباره محترم استاذ ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
الحکم لله
مفتي وقايت الله وقار حنفي 
د البيروني پوهنتون عمومي رئيس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۵۵
Background image

د البیرونی پوهنتون د تدريسي روغتون د بيارغونې کار پيل شو

د شاوخوا ۱۰ میلیونه ۱۰۴ زره افغانیو په لګښت د البيروني پوهنتون تدریسي روغتون د ترمیم چارې پیل شوې

د البيروني پوهنتون د تدریسي روغتون د ترمیم یادې چارې د لوړو زده‌ کړو وزارت له بودیجي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په البیروني پوهنتون کې دیجیتلی کتابتون پرانيستل شو.

نن دوشنبې ورځ، د چنګاښ ٣٠مه د البیروني پوهنتون په علمي فضا کې یو مهم پرمختګ ترسره شو، چې له مخې یې نوی، عصري او مجهز دیجیتلی کتابتون په رسمي ډول پرانیستل شو.

یاد کتابتون د البيروني. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۳۲
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

د البيروني پوهنتون شرعياتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو څخه (١٧١) تنه محصلان فارغ شول.

د البيروني پوهنتون په جمنازيوم کې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ١٤٠٤ ل، کال فارغانو فراغت غونډه. . .

BACK TO NEWS