د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "عدلي طب" تر سرلیک لاندې یوورځنی سیمینار وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۴
سیمینار طب عدلی

د عدلي طب په برخه کې د محصلانو د علمي او مسلکي پوهې د کچې د لوړولو او د عدالت په تأمین او حقوقي او جنايي قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د دې څانګې له رول او اهمیت سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا په موخه، د "عدلي طب" تر سرلیک لاندې یوورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلانو ته وړاندې شو.

یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال او د یادو پوهنځیو د استادانو په ګډون، د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په تالار کې ترسره شو.

په پیل کې، ښاغلي شیخ صاحب د شریعت په رڼا کې د عدلي طب د اهمیت او له عدلي او قضايي برخو سره د هغې د اړیکو په اړه خبرې وکړې او د عدالت په تأمین او د حقوقي او جنايي قضیو په څېړنه کې یې د دې برخې رول مهم وباله. نوموړي همدارنګه محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې له ورته علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د خپلې علمي او مسلکي کچې د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

ورپسې د سیمینار اصلي برخه د دې پوهنتون د طب پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالحسیب آذرخش، له لوري وړاندې شوه. نوموړي په قضايي او حقوقي برخو کې د عدلي طب د اهمیت، د دې څانګې د متخصصینو د مسؤلیتونو او دندو او له عدلي او قضايي ارګانونو سره د هغې د اړیکو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS