د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم ترسره شول

islam_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۵۷
جشن فراغت

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او د ۱۴۰۵ لمریز کال د جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کاپیسا ولایت والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د علماوو شورا د غړو، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د ولایتي ادارو د رئیسانو، د پنجشېر پوهنتون د رئیس، استادانو، محصلانو، فارغانو، جدیدالشمول محصلانو او د کاپیسا ولایت د زرګونو اوسېدونکو په ګډون د البیروني پوهنتون په انګړ کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ګډون او وینا وکړه او فارغېدونکو محصلانو ته یې د فراغت مبارکي وویله او جدیدالشمول محصلانو ته یې د پوهنتون د علمي او تحصیلي سفر د پیل له امله ښه راغلاست ووایه.

د غونډې په پیل کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس محترم شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د متقیانو د صفتونو، د علم د فضیلت او درجو او همدارنګه د ژوند په چارو کې د صحابه کرامو رضی‌الله عنهم د بریا د رازونو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د علم د اهمیت، د فارغانو د مسؤولیتونو او د دین، ټولنې او هېواد په خدمت کې د هغوی د ونډې په اړه وینا وکړه.

نوموړي وویل: «د هر مسلمان بریا د علم پر زده‌کړه ولاړه ده او د دنیا او آخرت عزت په علم زده‌کړه کې دی؛ د علم له امله انسان په ټولنه کې هم د قدر او درناوي وړ ګرځي.»

د لوړو زده‌کړو وزیر د خپلې وینا په دوام کې د علماوو فضیلت او د علم مقام ته په اشارې سره د ګټور علم پر زده‌کړه او له پوهې څخه پر سمې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او له محصلانو یې وغوښتل چې د زده‌کړو ترڅنګ د خپلو اخلاقو او کړنو اصلاح ته هم پاملرنه وکړي.

محترم شیخ صاحب محصلانو ته په خطاب کې وویل چې علم یوازې په تصور، هیله او ناستې سره نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د هڅې، کوښښ، زحمت او جديت له لارې ترلاسه کېږي او له زحمت پرته راحت او بریا نه شي ترلاسه کېدای.

نوموړي همدارنګه محصلانو او ځوانانو ته وویل چې د هېواد ټول مسؤولین چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، موخه یې د ځوان نسل لپاره د خدمت او پرمختګ د زمینې برابرول دي؛ نو ځوانان هم باید له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي، هڅه او زحمت وکړي او د هېواد د ابادۍ او ټولنې د خدمت په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

د لوړو زده‌کړو وزیر زیاته کړه چې د محصلانو کورنۍ له هغوی څخه تمه لري چې له فراغت وروسته د علم په ترلاسه کولو او په ښو اخلاقو په سمبالېدو سره ټولنې ته بېرته راوګرځي؛ له همدې امله باید د خپلو ملګرو په انتخاب کې دقت وکړي او له خپلو علماوو او استادانو سره درناوی او عزت وکړي؛ ځکه استاد په حقیقت کې د شاګرد د معنوي پلار حیثیت لري.

محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې علم په دوو برخو، دیني علومو او عصري علومو، وېشل کېږي او د دې لپاره چې یو ښه ډاکټر، انجنیر یا عالم ټولنې ته وړاندې شي، اړینه ده چې د عصري علومو د زده‌کړې ترڅنګ دیني علومو او اخلاقي روزنې ته هم پاملرنه وشي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي چې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو او پراختیا لپاره لا زیاتې زمینې برابرې کړي، څو لا ډېر مسلکي او علمي متخصصین ټولنې ته وړاندې شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر په دوام کې فارغانو ته په خطاب کې وویل چې هغوی باید د مخالفانو د تخریبونو او تبلیغاتو پر وړاندې په علم، پوهاوي او عمل قاطع ځواب ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي نظام هغه نظام دی چې الهي احکام او نبوي سنت تطبیقوي.

محترم وزیر استادانو ته هم په خطاب کې وویل چې دغه ځوانان د ټولنې او کورنیو امانت دي؛ نو استادان باید د هغوی د زده‌کړې، روزنې او اصلاح په برخه کې له هېڅ ډول هڅې درېغ ونه کړي.

په همدې حال کې د کاپیسا ولایت والي محترم قاري احسان‌الله بریال هم فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او جدیدالشمول محصلانو ته یې د پوهنتون د علمي سفر د پیل له امله ښه راغلاست ووایه. نوموړي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې له برابر شویو فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي او د دین، خلکو او هېواد د خدمت لپاره هڅه وکړي.

د کاپیسا والي همدارنګه د ځوان نسل پر ملاتړ، د ښوونیزو او علمي فرصتونو پر پیاوړتیا او د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې په برخه کې له هغوی سره د مسؤولینو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د البیروني پوهنتون له اته پوهنځیو څخه ۷۰۵ تنه محصلان په بېلابېلو څانګو کې فارغ او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شول. همدارنګه د ۱۴۰۵ لمریز کال جدیدالشمول محصلانو ته په رسمي ډول ښه راغلاست وویل شو.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه پیغام د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند محترم حافظ ضیاءالله هاشمي له لوري ولوستل شو، چې په هغه کې د علم، تخصص او هېواد ته د خدمت پر اهمیت ټینګار شوی و.

په دغه پیغام کې راغلي وو: «تاسو د هېواد پانګه یاست؛ نو هڅه وکړئ چې په خپله رشته او فن کې لازم تخصص او مهارت ترلاسه کړئ او له همدې لارې د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلئ.»

همدارنګه په پیغام کې ټینګار شوی و چې د زده‌کړې موخه یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه دي؛ بلکې د انسان روزنه، د ښو صفتونو ترلاسه کول او د دین او مسلمانانو خدمت هم د هغې له اساسي موخو څخه دي. له همدې امله باید زده‌کړې ته د یوه علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په توګه وکتل شي او یوازې د دنیاوي موخو د ترلاسه کولو د وسیلې په توګه ونه ګڼل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم ترسره شول

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او د ۱۴۰۵ لمریز کال د جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کاپیسا ولایت والي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې درسونه پیل شول

د دیني روحیې د پیاوړتیا، د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د قرآن کریم د آیتونو د تدبر او ښه فهم لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۵۱
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (HEMIS) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي. . .

BACK TO NEWS