د البیروني پوهنتون استادانو ته د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو چمتو کول او لیکل) روزنیز ورکشاپ وړاندې شو
د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنیزو مقالو د لیکنې د معیاري کولو او د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې له نوي فارمټ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو د چمتو کولو او لیکلو) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ د یاد پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې د استادانو لپاره وړاندې شو.
په دې پروګرام کې د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، ښاغلي شیخالحدیث شاکرالله وحدت، د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنې د فرهنګ د پراختیا او د علمي مقالو د خپرولو د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
همدارنګه، د کرنې پوهنځي استاد، ښاغلي پوهندوی دکتور آقای کلان حسنیار، او د البیروني پوهنتون د علمي مجلې آمر، محترم پوهنمل دکتور حسیبالله جهش، په عملي ډول د علمي مقالو د نوي فارمټ له مخې د لیکنې څرنګوالی، د مقالو د ثبت او لېږلو طریقه، د علمي ارزونې (داورۍ) بهیر او د مرورګرو له لوري د اصلاحي نظرونو او وړاندیزونو د ثبت کولو څرنګوالی تشریح کړ او ګډونوالو ته یې په دې برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
یاد روزنیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو معاونیت اړوند د علمي مجلې آمریت له لوري، د علمي چارو مرستیال، مسئولینو او د پوهنتون د یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شو.
