په البیروني پوهنتون کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې لړۍ په منظم ډول دوام لري

islam_admin
Sun, Nov 29 2026 8:59 AM
سلسله دروس تفسیر و ترجمه قرآن کریم در پوهنتون البیرونی به‌طور منظم ادامه دارد

د البیروني پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې لړۍ، د دغه پوهنتون د عمومي رئیس محترم شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي له لوري په منظم ډول دوام لري.

په ننني درس کې د بقره مبارکې سورې له ۱۰۹ څخه تر ۱۱۲ پورې آیاتونه تفسیر او وژباړل شول. محترم شیخ‌صاحب د دغو آیاتونو د مفاهیمو او پیغامونو د تشریح ترڅنګ، د مسلمانانو، د اسلام د سپېڅلي دین او الهي احکامو په وړاندې د یهودو او نصاراوو د حسد او مخالفت په اړه لازمې توضیحات وړاندې کړل.

د دغو درسونو د ترسره کېدو موخه د قرآن کریم له معارفو او ښوونو څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې لپاره د زمینې برابرول، په علمي چاپېریال کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا او د پوهنتون کارکوونکو هڅول دي چې د قرآن کریم مطالعه وکړي، په مفاهیمو کې یې تدبر وکړي او قرآني لارښوونې په خپل فردي او اجتماعي ژوند کې عملي کړي.