د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د "حقوقي لیکنې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
Wed, Nov 11 2026 1:00 PM
سمینار حقوقی

د محصلینو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د حقوقي متنونو د تنظیم له اصولو او قواعدو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته د «حقوقي لیکنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د دغه پوهنتون د حقوقي کلینیک په تالار کې دایر شو.

په دې پروګرام کې د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد محترم پوهنیار نورالحق مجددي، د حقوقي متنونو د ځانګړنو، د اسنادو د تنظیم د څرنګوالي او د حقوقي متنونو د تدوین د اصولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه پروګرام د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د حقوقي کلینیک د عمومي مدیریت له لوري جوړ شوی و.