د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو
د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون د لیلیو د محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ شو.
په همدې مناسبت، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې د لیلیو مسؤولینو ته د یاد سیستم د کارونې د پېژندنې په موخه روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.
په دې ورکشاپ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د هارډویر مدیر، محترم محمد ادریس قیومي، د سیستم د کارونې، د محصلانو د معلوماتو د ثبت او مدیریت او د یاد سیستم د امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د لیلیو مسؤولینو ته اړین معلومات وړاندې کړل.
د یاد سیستم جوړول د لیلیو د محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د معیاري کولو، معلوماتو ته د لاسرسي د چټکتیا او د البیروني پوهنتون د اداري چارو د ښه والي په برخه کې یو ګام ګڼل کېږي.