د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

islam_admin
Wed, Sep 30 2026 2:05 PM

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو پېژندنه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته، د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې چې ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و، په پیل کې محترم پوهندوی ګل‌آقا انوري، د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنې د فرهنګ د پراختیا او د علمي مقالو د خپرولو د علمي ودې په اړه خبرې وکړې.

ورپسې، محترم پوهنمل دوکتور حسیب‌الله جهش، د البیروني پوهنتون د علمي مجلې آمر، د معتبرو نړیوالو علمي ډیټابیسونو او وېب‌پاڼو د پېژندنې، علمي سرچینو ته د لاسرسي د لارو چارو او د علمي مقالو د خپرولو لپاره د مناسبو فرصتونو په اړه له ګډونوالو سره هراړخیز او مفصل معلومات شریک کړل.

یاد ورکشاپ د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري، د استادانو د څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او د علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی و.