د البیروني پوهنتون استادانو ته د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
Tue, Sep 15 2026 9:57 AM
سمینار

د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته، د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې وړاندې شو.

په دې سمینار کې چې د البیروني پوهنتون ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و، د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل فردوس عظیمي د زُونوز ناروغیو د تعریف او ډولونو، د دغو ناروغیو د لېږد او خپرېدو لارو، رامنځته کوونکو عواملو، د مخنیوي او کنټرول لارو چارو او د انسان او حیوان ترمنځ د ګډو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي د رول په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، دغه سیمینار په دعایې سره پای ته ورسېد.