د البیروني پوهنتون د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌‌لیکنې بهیر پیل شو.

islam_admin
Thu, Jul 16 2026 10:34 AM
عکس پروسه ثبت نام

د هغو محصلینو د رسمي نوم‌لیکنې بهیر، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون نهو پوهنځیو ته د بریالي کېدو ویاړ ترلاسه کړی، نن پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان په ۲۵مه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال، ښاغلي پوهنیار مولوي مشتاق حقیار تر څارنې لاندې، د دې پوهنتون د ثبت او راجستر عمومي مدیریت په دفتر کې کې پیل شو.

په دې بهیر کې به ۱۴۵۷ تنه نوي شامل شوي محصلین، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد تر ۳مې نېټې پورې، د اړینو اسنادو په وړاندې کولو سره، د خپلې نوم‌لیکنې چارې بشپړې کړي او د نوي سمستر د پیل لپاره به چمتو شي.