د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د البیروني پوهنتون پرسونل ته اصلاحي وینا وړاندې شوه
د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د البیروني پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي وینا وړاندې کړه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، شیخالحدیث سیدبشیرآغا هاشمي، د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له مسؤلینو څخه د هغوی د حضور او لارښوونو له امله مننه وکړه او ګډونوال یې وهڅول چې د وینا له مطالبو څخه عملي ګټه واخلي.
ورپسې د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ حکمت الله حکمت، د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د انسان د پیدایښت موخه او د دنیا د ژوند حقیقت تشریح کړ. نوموړي د استادانو د علمي او تربیوي مسؤولیتونو پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې استادان دې د نبوي سیرت او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د محصلانو د سالمې روزنې لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي، څو ملک ته د دین، علم او اخلاقو له پلوه ژمن او ګټور ځوانان وروزي.
غونډه د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دعوت او ارشاد انسجام آمر، شیخ تاجالدین، په دعایې سره پای ته ورسېده.