د البیروني پوهنتون استادانو ته د «مونوګراف لیکنې لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
Thu, Jun 18 2026 10:36 PM
مونوگراف نویسی

د «مونوګراف لیکنې لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت اړوند د علمي څېړنو آمریت له لوري، د دغه پوهنتون استادانو ته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې چې د علمي کادر ګڼ شمېر غړو او د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مسئولینو ګډون کړی و، په پیل کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي د ورکشاپ د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه د نوي فارمت له مخې د مونوګرافونو پر ترتیب، د وخت او ټولنې له اړتیاوو سره سم د مناسبو او دقیقو عنوانونو پر ټاکلو او په مونوګرافونو کې د ادبي غلاوو پر مخنیوي ټینګار وکړ او خپلې سپارښتنې او لارښوونې یې وړاندې کړې.

 ښاغلي شیخ صاحب د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې د محصلانو له خوا د مونوګرافونو د چمتو کولو د بهیر پر چټکتیا او د هغوی پر وخت سپارلو ټینګار وکړ.

وروسته د یاد پوهنتون د علمي څېړنو کارپوه ښاغلي عبدالبرهان امیري له ګډونوالو سره د مونوګراف لیکنې د لارښود د اصولو او مېتودولوژۍ په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات شریک کړل.

ګډونوالو هم وړاندې شوي مطالب ګټور، اغېزمن او د وخت له اړتیاوو سره سم وبلل او د علمي او مسلکي برخو په بېلابېلو ډګرونو کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.