البیروني پوهنتون د کابل پولی‌تخنیک او د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتونونو سره د ګډې همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

islam_admin
Mon, Jun 15 2026 2:51 PM
تفاهمنامه

د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون او د کابل پولی‌تخنیک او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو ترمنځ د ګډو  همکاریو په موخه تفاهم‌ليکونه لاسلیک شول.

یاد تفاهم‌ليکونه د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي مولوي محمد موسیٰ فاروق سره د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون ریاست په مقام کې او همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حمدي سره د دغه پوهنتون ریاست په مقام کې  لاسلیک کړل. د دې تفاهم‌لیکونو موخې د دغو پوهنتونونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو، فرهنګي او ښوونیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

دغه تفاهم‌ليکونه د علمي، څېړنیزو، فرهنګي، ښوونیزو او اداري برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره لاسلیک شول او له مخې یې درېواړو پوهنتونونو ژمنه کړې چې د علمي تجربو د تبادلې، د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د ګډو علمي او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو، څېړنیزو همکاریو، سیمینارونو، کنفرانسونو، علمي ورکشاپونو او نورو اکاډمیکو فعالیتونو په برخو کې به له یو بل سره هر اړخیزه همکاري کوي.

همدارنګه، د دې تفاهم‌لیکونو له مخې به درېواړه لوري د علمي او ښوونیزو اسانتیاوو په ګډې استفادې، د معلوماتو او تجربو په تبادله، د استادانو او محصلانو ترمنځ د علمي اړیکو په پیاوړتیا او د ښوونیزو او څېړنیزو فرصتونو په برابرولو کې هم همکاري وکړي.