د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ننگرهار پوهنتون ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ
د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم، څلورم او پنځم ټولګي محصلانو، د طب پوهنځي د رئیس محترم ډاکتر ذبیحالله ترین او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت مبلغ په ملتیا، ننگرهار پوهنتون ته خپل درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.
د دې علمي سفر موخه د محصلانو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د مسلکي پوهې کچې لوړول بلل شوې ده. محصلان به د دې سفر په ترڅ کې د ننگرهار پوهنتون د تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړي او په بېلابېلو څانګو کې به له نږدې د روغتیايي فعالیتونو، درملیزو خدمتونو، طبي وسایلو، لابراتوارونو، تخصصي څانګو او د درسي مضامینو د عملي تطبیق له بهیر سره بلد شي.
همدارنګه، محصلان به د دې علمي لیدنې په ترڅ کې د ننگرهار پوهنتون له علمي، تدریسي او تخنیکي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي او له نږدې به د عملي تدریس له طریقو، تعلیمي اسانتیاوو، مجهزو لابراتوارونو، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو له سیستم او د دې پوهنتون له اکاډمیکو فعالیتونو سره بلدتیا ترلاسه کړي. د ننگرهار پوهنتون مسؤلین به هم د خپلو علمي، تدریسي، روغتیايي او خدماتي فعالیتونو په اړه اړین معلومات له محصلانو سره شریک کړي.
د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د علمي، روزنیزو او عملي پروګرامونو له لارې د محصلانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د ودې زمینه برابره کړي او هغوی له عملي تجربو، علمي لاسته راوړنو او معیاري تعلیمي چاپېریالونو سره لا زیات اشنا کړي.
د یادونې وړ ده چې دا علمي سفر د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالیت د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري او د طب پوهنځي د ریاست په همغږۍ تنظیم شوی دی.