د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلانو له کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه
د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د درېیم ټولګي محصلانو، د خپل استاد پوهنیار نوید احمد رباني او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر مولوي عبدالکریم محمدي په ملتیا، د کابل پوهنتون او د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه وکړه.
دا علمي لیدنه د دې لپاره تنظیم شوې وه چې د محصلانو عملي مهارتونه پیاوړي شي، له یادو پوهنتونونو سره له نږدې بلدیت ترلاسه کړي او د درسي مضامینو عملي اړخونه تطبیق کړي.
محصلانو د دې علمي سفر په ترڅ کې د کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک پوهنتون له لابراتوارونو، درسي ټولګیو، عملي پروژو او نورو علمي او تخنیکي برخو څخه لیدنه وکړه او له نږدې یې د عملي تدریس له طریقو، تخنیکي اسانتیاوو او علمي فعالیتونو سره بلدتیا ترلاسه کړه. د یادو پوهنتونونو مسؤلینو هم د خپلو علمي فعالیتونو، تعلیمي سیستم، لابراتوارونو، انجینري پروژو او عملي پروګرامونو په اړه اړین معلومات له محصلانو سره شریک کړل.
د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د دې ډول علمي او تعلیمي پروګرامونو په برابرولو سره د محصلانو علمي وده یقیني کړي، د هغوی مسلکي وړتیاوې لوړې کړي او عملي مهارتونه یې پیاوړي کړي، څو له هېواد دننه د معتبرو تحصیلي بنسټونو له علمي او عملي تجربو سره بلد شي.