د البیرونی پوهنتون د تدريسي روغتون د بيارغونې کار پيل شو

islam_admin
Wed, Aug 06 2025 8:55 AM
شفاخانه تدریسی پوهنتون البیرونی

د شاوخوا ۱۰ میلیونه ۱۰۴ زره افغانیو په لګښت د البيروني پوهنتون تدریسي روغتون د ترمیم چارې پیل شوې

د البيروني پوهنتون د تدریسي روغتون د ترمیم یادې چارې د لوړو زده‌ کړو وزارت له بودیجي تمویليږي او تمه ده چې د پروژې له بشپړېدو سره به د یاد روغتون د محصلینو د روزنې وړتیا کچه لوړه او د ناروغانو لپاره به لا ښې اسانتیاوې برابرې شي.

د روغتون مسوولین هم د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې دا ترمیمي پروژه به د پوهنتون د تدریسي برنامو او عملي روزنې د پیاوړتیا ترڅنګ، د سیمې خلکو ته هم د باکیفیته روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو سبب شي