د " انسان پر روغتیا د افت‌وژونکو درملو ناوړه اغېزې" تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز کنفرانس د البیروني پوهنتون استادانو او محصلانو ته وړاندې شو

islam_admin
Tue, Nov 17 2026 9:48 AM

د " انسان پر روغتیا د افت‌وژونکو درملو ناوړه اغېزې" تر سرلیک لاندې غیرتدریجي علمي-څېړنیز کنفرانس، د علمي پوهاوي د لوړولو او د انسان پر روغتیا د افت‌وژونکو درملو د زیانمنو پایلو په اړه د ګډونوالو د پوهاوي په موخه، د البیروني پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د کرنې پوهنځي استادانو او محصلانو او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي او کیمیا څانګو استادانو ته د کرنې پوهنځي په تالار کې وړاندې شو.

په دغه کنفرانس کې د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، محترم پوهنوال دوکتور فضل‌الرب آریا، د افت‌وژونکو درملو د ډولونو، د کارونې د څرنګوالي، پر انساني روغتیا د هغوی د منفي اغېزو او د ناسمې او غیرمعیاري کارونې د پایلو په اړه له ګډونوالو سره ګټور معلومات شریک کړل.

دغه پروګرام د افت‌وژونکو درملو د خوندي او معیاري کارونې په برخه کې د ګډونوالو د علمي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شو.