د "اسلامي شریعت کې د تقوا اهمیت" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو
د "اسلامي شریعت کې د تقوا اهمیت" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته، د دغه پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي ودې مرکز له لوري، د استادانو د مسلکي ودې په تالار کې وړاندې شو.
په دې سیمینار کې، چې د البیروني پوهنتون ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و، په پیل کې د البیروني پوهنتون علمي مرستیال، ښاغلی شیخالحدیث شاکرالله وحدت، د سیمینار له تنظیموونکو او وړاندې کوونکي څخه د مننې ترڅنګ، په فردي او ټولنیز ژوند کې د تقوا پر اهمیت او د انسان د اخلاقو او چلند په اصلاح کې د هغې پر رول خبرې وکړې.
ورپسې، محترم نوماند پوهنیار مفتي محمد صابر مسلمیار، د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد، د اسلامي شریعت له نظره د تقوا د مفهوم، په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې د هغې د مقام او اهمیت، په فردي او ټولنیز ژوند کې د تقوا د اغېزو او برکتونو، او د نفس په تزکیه او د ټولنې په اصلاح کې د هغې د رول په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې مرکز آمریت تل هڅه کوي، چې د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه ښوونیز پروګرامونه او علمي سیمینارونه جوړ کړي.