د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د "مشروع دفاع" تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه وړاندې شوه

islam_admin
Wed, Nov 11 2026 12:53 PM
سمینار حقوق

د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د مشروع دفاع له اصولو او شرایطو او د حقوقي قضیو ته د رسېدنې له بهیر سره د محصلینو د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د «مشروع دفاع» تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه د دغه پوهنتون د حقوقي کلینیک په تالار کې وړاندې شوه.

په دې پروګرام کې چې د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلینو ګډون کړی و، په پیل کې ښاغلی پوهنیار مولوي مشتاق حقیار، د البیروني پوهنتون د محصلانو مرستیال، د پروګرام له سمبالوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د محصلینو په مسلکي کولو او د هغوی د عملي مهارتونو په پیاوړتیا کې د تمثیلي محکمو د رول په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د پوهنتون د حقوقي کلینیک عمومي مدیر ښاغلی کرامت‌الله صدیق د تمثیلي محکمې بهیر پر مخ یووړ. محصلینو د قاضي، مدعي، مدعي‌علیه، مدافع وکیل او شاهد په ګډون د بېلابېلو رولونو په ترسره کولو سره، په عملي توګه له قضایي بهیر او د مشروع دفاع له شرایطو سره بلدتیا پیدا کړه.

دغه پروګرام د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینیک د عمومي مدیریت له لوري، د شرعیاتو پوهنځي په همغږۍ جوړ شوی و.