د "ژوند له ستونزو او فشارونو سره مبارزه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د محصلانو لپاره وړاندې شو
د محصلانو د رواني فشارونو او د ژوند د ستونزو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له لوري، د دې پوهنتون د نهو پوهنځیو د لومړي ټولګي محصلانو ته د "ژوند له ستونزو او فشارونو سره مبارزه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.
په دې سیمینار کې د البیروني پوهنتون کلینیکي ارواپوه، محترم روحالله روحاني، له ستونزو سره د مبارزې د لارو چارو، د سټرس مدیریت او د ژوند له ستونزو سره د مناسب چلند په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت په دوامداره توګه محصلانو ته ښوونیز او د پوهاوي لوړولو پروګرامونه جوړوي.